IQNA

د اردن پارلیمان د صهیونیسټي رژيم د سفیر  ویستلو ته مثبته رائ ورکړه

6:46 - March 23, 2023
د خبر لمبر: 3487077
ایکنا-(تهران) د اردن پارلیمان پرون ناوخته د استازو په شتون سره په ناستې کې د رایو په اکثریت سره له دغه هیواده د صهیونیسټي رژيم د سفیر  ویستلو ته رایه ورکړه.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د اردن د پارلیمان مشر احمد الصفدي  ووئيل، چې پارلیمان ته  د صهیونیسټي رژيم د سفیر له هیواده د ویستلو لپاره  پلان وړاندې شوی ؤ ، چې د استازو د رایو په اکثریت سره  تصویب شو.

دغه اقدام د صهیونیسټي رژيم د خزانې وزیر بزالل   اسموتریچ په توکمپالو څرګندونو پسې او ددغه رژیم د هغې جوړې شوي نقشې له نمایش وروسته چې د اردن او فلسطین ځیي برخې پکې شاملې وې،ترسره شو.

د اردن خارجه وزارت ددوشنبې په ماښام ددغې نقشې په محکومولو سره چې  اسموتریچ دوه ورځې مخکې په پاریس کې  وړاندې کړې ،ووئيل،  دغه اقدامات،ناخوښ لمسونکی چلند او دنړیوال عرف  او د امان تل ابیب د سولې د تړون  خلاف ورزي ده. د فلسطین داطلاع رسونې  ادارې د اعلامیې په اساس، د سموتریچ توکمپالې څرګندونې  له پراخو غبرګونونو سره مخ  شوي دي . اردن سه شنبې ورځې په دغو څرګندونو باندې په اعتراض کې دصهیونیسټي رژيم سفیر  هم احضار کی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4129464/%D

captcha